د هندوستان هېواد د ریشیهود پوهنتون د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د تحصیلی بورسونو خبرتیا

baqir_admin
g

Due

-

د هندوستان هېواد د ریشیهود پوهنتون چې د سوني پت ښار د هریانا ایالت کې موقعیت لري د ۲۰۲۲-۲۰۲۱ کال لپاره د ۱۰ وړیا تحصیلي بورسونو چې ۵۰٪ یې د ښځو لپاره دي د لېسانس او ماسټرۍ په کچه په بېلابېلو څانګو کې د افغان اتباعو لپاره د تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی.

د لېسانس په کچه د بورس لپاره شرایط او د اړتیا وړ سندونه:

•          د لېسانس دورې لپاره د وړ نوماند شهادتپاڼه او د ښوونځي د درېیو کلنو سلنه باید ۷۰٪ څخه کمه نه وي.

•          د تابعیت د پېژندپاڼې درلودل

•          الکترونیکې پاسپورټ

•          د انګریزي ژبې معتبر سند(ټافل، آیلیس) او نور د انګریزي معتبر سندونه.

•          د غوښتونکې ټول سندونه باید په انګریزي ژباړل شوي وي.

د ماسټرۍ په کچه د بورس لپاره شرایط او د اړتیا وړ سندونه:

•          د ماسټرۍ دورې لپاره د وړ نوماند د ډیپلوم او ټذانسکریپټ درلودل چې لږ تر لږه سلنه یې د ۶۵٪ سلنې څخه کمه نه وي.

•          د تابعیت د پېژندپاڼې درلودل

•          الکترونیکي پاسپورټ

•          د انګریزي ژبې معتبر سند(ټافل، آیلیس) او نور د انګریزي معتبر سندونه.

•          د غوښتونکي ټول سندونه باید په انګریزي ژباړل شوي وي.

•          د یادو بورسونو شرایط، چمتووالی او تحصیلي څانګې او بشپړ جزئیات د دغه خبرتیا سره یو ځای ترلاسه کولی شئ.

نو وړ نوماندانو ته خبر ورکول کېږي چې که چېری د یاد هېواد په تحصیلي بورسونو کې د نوملیکنې غوښتونکي وي کولای شي د لا زیاتو معلوماتو لپاره  www.rishihood.edu.in/  ویبسایټ ته ورشي او په ورته وخت کې که چېری لارښوونې ته اړتیا لري دغه 918929314440+ شمېرې او یا هم naveen.k@rishihood.edu.in سره اړیکه ونیسي او په https://apply.rishihood.edu.in/   ویبپاڼه کې د آنلاین نوملیکنې وروسته د نوملیکنې او لازمو فورمونو د لاسته رلوړلو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د منښت عمومي ۲۱مې شمېري غرفې ته د پورته یادو شویو سندونو له اصل سره ورشي او د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۳مې نېټې پورې چې د ۱۴۰۰/زمري/۲۲مې نېټې سره سمون لري بېرته وسپاري.

دانلود

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .