د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د لوړو زده کړو بنسټونو د حقوقي کلینیکونو د مسوولینو د ظرفیت لوړولو په موخه په کابل پوهنتون کې د محصلانو د خدمتونو د همغږۍ ریاست له خوا درې ورځنی سمینار جوړ شو.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۴:۳۵
514000489


د یاد سمینار د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو د همغږۍ رئیس استاد کلیم الله محمدي د سمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د حقوقي کلینیکونو پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې.
هغه وويل، حقوقي کلينيکونه د شرعياتو او حقوقو پوهنځيو د محصلينو د عملي پوهې د کچې د لوړولو لپاره ډېر ګټور دي.
نوموړي همدارنګه د تحصیلي بنسټونو د حقوقي کلینیکونو له مسوولینو وغوښتل، چې محصلینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې لا زیاتې هڅې وکړي، محصلین په اسلامي او افغاني افکارو او اخلاقو وروزي او ټولنې ته یې وړاندې کړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو رئیس استاد حامد یعقوبي د یاد سمینار پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د هېواد د تحصیلي بنسټونو محصلینو ته یې د عملي کار د زمینې برابرول مهم وبلل.
هغه وويل: «له هغه وخته چې محصلينو ته د مشورې ورکولو او عملي کار په موخه حقوقي کلينيکونه جوړ شوي، د عملي کار په څانګه کې محصلينو ته د خدمتونو وړاندې کول يوه مهم او اساسي کار دی.»
ورپسې د حقوقي ستاژ مرکز مشر استاد نذیر احمد نثار په حقوقي کلینکونو کې د شاملو موضوعاتو او نصاب په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، کورنۍ قضیې، متخلف ماشومان او د جزا څانګې هغه برخې دي چې په حقوقي کلینیکونو کې ورباندې بحث کیږي.
نېټه: دوشنبه
۱۰/۷/۱۴۴۵ هـ ق ۲/۱۱/۱۴۰۲ هـ ش ۲۲/۱/۲۰۲۴ م

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۷:۳۳
Background image

د لغمان پوهنتون محصلینو ته د څلور نیم میلیونه افغانیو په ارزښت  مجهز کمپیوټر لب جوړ شو. 

د لغمان پوهنتون رٸیس پوهنمل محب الله هدایت دغه پوهنتون ته د کمپیوترلب د وسایلو په ورسېدو  خوښي وښوده او په نږدې ورځو کې یې د فعالولو ژمنه وکړه، نوموړي د یاد کمپیوټر لب فعالېدل د محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۶:۲۰
Background image

په دغه ښوونیز ورکشاپ کې چې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او حسابي ریاست له خوا د مالیې وزارت په همکارۍ جوړ شوی و، د هېواد د بېلابېلو زونونو د امارتي تحصیلي نهادونو او دیني جامعاتو د مالي برخو یو شېمر کارکوونکو ګډون کړی و.

د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، په تحصیلي بنسټونو کې د معاشاتو (AFMIS) سیسټم کارولو او اهمیت په اړه خبرې وکړې.

ه. . .

BACK TO NEWS