د تخار پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
تخار پوهنتون دویم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د انجنیري پوهنځی؛
• اوبو او چاپیریال ساتنې ډیپارټمنټ (۳) بسته.
• سیول ډیپارټمنټ (۲) بسته.
• برښنا(برق) ډيپارټمنټ (۱) بست.
د کرنې پوهنځی؛
• نباتاتو ساتنې ډيپارټمنټ (۴) بسته.
د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
• ریاضي ډيپارټمنټ (۱) بست
• فزیک ډيپارټمنټ (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۸/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۳۰/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.