د فاریاب پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۷:۱۳
gfgfgffd

Closing Date


فاریاب پوهنتون دویم، درېیم او پنځم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا،  ماسترۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

د  بشری علومو او ادبیاتو پوهنځی؛
•    اوزبیکي ډیپارټمنټ (۱) بست. دویم ځل. 

د  انجنیري پوهنځی؛
•     کیمیاوي ټکنالوژي ډيپارټمنټ  ‍(۱) بست.( درېیم ځل).

د  ښوونې او روزنې پوهنځی؛
•     کیمیا ډيپارټمنټ (۱) بست. (پنځم ځل). 

د  کرنې پوهنځی؛
•     ځنګلونو ډيپارټمنټ (۱) بست. (پنځم ځل). 

داوطلبان کولای شي، چې د ۲۴/۴/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر  ۵/۵/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.