د ارزګان  لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بست خبرتیا !

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۴:۴۰
fdssfdsdfsfd

Closing Date


ارزګان لوړو زده کړو مؤسسه لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او یا لېسانس کچه علمي کادر ته اړتیا لري.

د کرنې پوهنځی؛
•     بڼوالۍ ډیپارټمنټ (۱) بست.

داوطلبان کولای شي، چې د ۲۵/۴/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۵/۵/۱۴۰۳هـ.ش پورې یاد علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد مؤسسه لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.