د پروان پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
پروان پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ژورنالیزم پوهنځی؛
• مطبوعاتو ډیپارټمنټ (۱) بست.
د کرنې پوهنځی؛
• کرنیز اقتصاد او پراختیا ډيپارټمنټ (۲) بسته.
د ټولنیزو علومو پوهنځی؛
• تاریخ ډيپارټمنټ (۲) بسته.
د اقتصاد پوهنځی؛
• مالي او بانکي چارو ډيپارټمنټ (۱) بست.
• تشبثاتو اداره او منجمنټ ډيپارټمنټ (۱) بست.
ښوونې او روزنې پوهنځی ؛
• دیپارتمنت کیمیا (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۸/۵/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۳۰/۵/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.