د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د کندهار پوهنتون طب پوهنځي په فراغتغونډه کې د ګډون او وینا سربېره د سترې محکمې له قضایي مرستیال او د جنوب لویدیځ زون د تمیز له عمومي رئیس سره هم لیدنه وکړه
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون طب پوهنځي محصلینو په فراغتغونډه کې وویل، چې اسلام موږ ته د علم پر حاصلولو او زیاتوالي امر کړی دی او فارغو ډاکټرانو ته یې سپارښتنه وکړه چې خپلې زده کړې لا زیاتې او ځانونه تخصص ته ورسوي.
محترم معین صاحب له یادو فارغانو وغوښتل چې په ډېر اخلاص د خپل هېواد او خلکو خدمت وکړي او خپل مسلک ته ژمن پاتې شي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین جنوب لوېدیځ زون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان د سترې محکمې له قضایي مرستیال او د جنوب غرب زون د تمیز محکمې له عمومې رئیس شیخ سردار محمد ابوالفیضان صاحب سره هم لیدنه وکړه او په ځینو اړونده اړینو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۱۸مه
۱۴۰۳ هـ.ش د جدي ۳۰مه
۲۰۲۵ م د جنوري ۱۹مه