د پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بستونو خبرتیا !
Closing Date
پنجشېر لوړو زده کړومؤسسې لومړي ځل لپاره لاندې څانګه کې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا ، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د جیولوجي او معادن پوهنځی :
کانو کیدنې ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې ۹/۸/۱۴۰۲هـ.ق څخه تر۳۰/۸/۱۴۰۲هـ.ق پورې یاد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.