د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !
Closing Date
کابل پولی تخنیک پوهنتون د دویم ځل لپاره لاندې څانګه کې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د چاپیریال ساتنې او اوبو سرچينو انجنیري پوهنځی :
هایدرولیک او هایدروتخنیکي ساختمانونو ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې ۱۷/۸/۱۴۰۲ هـ.ش څخه تر۲۶/۸/۱۴۰۲هـ.ش پورې ياد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.