د دایکندي لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بستونو خبرتیا !
![jdsfhjhdsjfsd](/sites/default/files/2024-01/%DA%A9%D8%A7%D8%AF%D8%B1%DB%8C_63_15_110_7.jpg)
Closing Date
دایکندي لوړو زده کړو مؤسسه د دویم او څلورم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲ هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ښوونې او روزنې پوهنځی:
کیمیا ډيپارټمنټ( کيمیا رشته) (۱) بست. دویم ځل.
ریاضي ډيپارټمنټ ( کمپيوټر زده کړې رشته) (۱) بست. دویم ځل .
د کرنې پوهنځی:
ځنګلونو او طبیعي سرچينو ډيپارټمنټ (ځنګلونو او طبیعي سرچينو رشته) (۱) بست. دویم ځل.
باغدارۍ ډيپارټمنټ (باغدارۍ رشته) (۲) بسته. دویم او څلورم ځل.
باغدارۍ (حیواني علومو رشته) ډيپارټمنټ (۱) بست. دویم ځل.
اګرانومي ډيپارټمنټ ( نباتاتوساتنې رشته) (۲) بسته. دويم ځل.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۴/۱۰/۱۴۰۲ هـ.ش څخه تر ۳۰/۱۰/۱۴۰۲هـ.ش پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.