« د افغانستان په ځان بسیاینه کې د پوهنتونونو ونډه» دوه ورځنی ملي کنفرانس پای ته ورسېد.

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۵:۳۳
2212151000

د یاد کنفرانس د پای په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه د کنفرانس عمومي ارزونه وکړه، او مثبت یې ارزیابي کړ، هغه له ټولو استادانو، څېړونکو، د کنفرانس له تنظیموونکو او امنیتي مسؤلینو مننه وکړه.

علمي مرستیال زیاته کړه: «هڅه مو دا ده چې پوهنتونونه د هېواد په مسایلو کې ښکېل کړو، څو خلک پوه شي چې د هرې موضوع په اړه فکر، علم او لیدلوری په پوهنتونونو کې دی».

هغه همدارنګه وویل، چې د نړۍ چټک پرمختګ او د افغانستان وضیعت ته په کتو باید د ستړیا احساس ونکړو او د وخت له غوښتنو سره سم مزل وکړو.

ورپسې د کندز پوهنتون د څېړنو مرستیال پوهنوال دوکتور خیبر سیفي د کنفرانس د څرنګوالي عمومي راپور وړاندې کړ او همدارنګه د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح د ګډونوالو په استازولۍ خبرې وکړې او د کندز پوهنتون د مسؤلینو او کارکوونکو له مېلمه پالنې څخه یې مننه وکړه.

په پای کې دغه دوه ورځنی ملي کنفرانس استادانو، د پوهنتونونو مسؤلینو او د کنفرانس ونډه والو ته د تصدیقونو، تندیسونو او مننلیکونو په ویشلو سره پای ته ورسېد.

نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶هـ.ق د ربیع الثاني ۲۴ مه
۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۶ مه
۲۰۲۴ م د اکتوبر ۲۷

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS