تړون ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د پروژې سرلیک: د بامیان پوهنتون د نجونو شپېځای د استنادي دېوال جوړول
د داوطلبۍ د غوښتنپاڼې شمېره: MOHE /1400/ /W-2792
لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د بامیان پوهنتون د نجونو شپېځای د شا استنادي دېوال جوړولو په پروژه کې ګډون وکړي او د پروژې شرطپاڼه د ملي تدارکاتو له وېبپاڼې(www.npa.gov.af) او یا لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست څخه تر لاسه او خپل سرتړلي آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او تدارکاتو له چلنلارې سره سم په سرتړلي توګه د ۱۴۰۰/۳/۲۴ د دوشنبې په ورځ د ماسپښین په ۲بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري چې د کابل درېیمې ناحیې په کارته چهار سیمه کې موقعیت لري.
ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر د ضمانت بیه (۳۵۰،۰۰۰) درې سوه او پنځوس زره افغانۍ ده چې د ګرنټي بانک په توګه او یا هم نغدې پیسې ورکړل شي او د آفر د پرانیستنې ناسته د لوړو زده کړو وزارت د آفر پرانیستلو په تالار کې ترسره کېږي.