تیره ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د بلخ پوهنتون د لیلیې ودانۍ، چې ۱۸ میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی، پرانیسته او ګټې اخیستنې ته یې وړاندې کړه.

eshaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۸:۲
dfgdfgsd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب بلخ ولایت ته د خپل کاري سفر په دویمه ورځ، په داسې حال کې چې د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هم حضور درلود، د بلخ پوهنتون په نوې ساحه کې د لیلیې ودانۍ، چې د یو زر او پنځه سوه محصلینو ګنجایش لري، پرانیسته او ګټې اخیستنې ته یې وړاندې کړه. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادې لیلیې د پرانیستې پر مهال وویل چې د دغه سفر موخه یې د لیلیې ودانۍ پرانیستل، د تحصیلي چارو ارزونه، د ستونزو حل او په دغه ولایت کې د درسې پروسې ښه والی دی. 
نوموړي د بلخ پوهنتون د مشرتابه له مدیریت څخه د مننې تر څنګ، ژمنه وکړه چې د پوهنتون د چاپېریال په زرغونتیا، د څښلو اوبو تیارولو، د یوه باب مسجد جوړولو، د پوهنتون د انګړ سړکونو پخولو او د طب او شرعیاتو پوهنځیو د نیمه کاره ودانیو د کار د تکمیل په برخه کې به جدي هڅې وکړي. 
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد سفر پر مهال په پلخ پوهنتون کې د کادري ازموینې له جریان څخه لیدنه او څارنه وکړه او د ازموینې د پروسې له څرنګوالي څخه یې د خوښۍ تر څنګ، د هېواد تحصیلي بنسټونو لپاره د تکړه، مسلکي او متعهدو علمي کادرونو د جذب پر اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل، چې د علمي کادرونو د بستونو اړتیا دې په دقیق ډول وڅېړل او لوړو زده کړو وزارت ته دې وړاندیز شي، تر څو د تدریسي چارو د ځنډ او خنډ مخنیوي وشي. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د بلخ پوهنتون د درسي او زېربنایي چارو د معیاري کولو په برخه کې د یاد پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او ترې ویې غوښتل چې په دقیق ډول خپلې ستونزې او اړتیاوې په نښه او د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندیز کړي، تر څو یې د حل په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي. 
نېټه: شبنه
۱۴۴۴/۴/۲۴هـ.ق ۱۴۰۱/۸/۲۸هـ.ش ۲۰۲۲/۱۱/۱۹
 د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS