جبرائيل عمر (ټيموټي ویکس، پخوانی نوم) د لوړو زده کړو وزارت علمي معين سره وکتل.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۱۲:۱۳
sddddddddscx

د افغان نړیوال پوهنتون (پخواني افغان امریکايي پوهنتون) استاذ جبرائيل عمر، چې دې ورستیو کې افغانستان ته راستون شوی د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخوا سره د علمي معنیت کاري دفتر کې وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خیرخوا نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ افغانستان ته د هغه په راستنېدو خوښي څرګنده کړه او همداراز یې د افغان نړيوال پوهنتون په اړه معلومات ورکړل، چي ډېر ژر به دغه پوهنتون کې د ماسترۍ او دوکتورا برنامې پېل شي.
ښاغلي جبرائيل په افغان نړيوال پوهنتون کې د یادو برنامو په پیل کېدو خوښي وښوده او د دغه پوهنتون څخه د ليدلو غوښتنه یې وکړه. استاذ جبرائیل همدارنګه وویل، چې د افغانستان په تحصيلي بهير کې د همکارۍ هوډ لري او د لوړو زده کړو وازرت له علمي معین څخه یې په دې برخه کې د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه، چي د ښاغلي معين صاحب لخوا اړونده برخه کې پوره ډاډ ورکړل شو.
د یادولو ده، چې په دغه کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت وياند مولوي احمد تقي، د تحقيق، تاليف او ترجمې رئیس دوکتور حميدالله مزمل او احمد فایز هم شتون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS