جوزجان پوهنتون کې د علمي ترفېعاتو بهیر او د استادانو علمي ترفیعاتو د آثارو ثبتولو په اړه د پوهاوي دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۱:۴۶
g

دغه ورکشاپ کې چې د «علمي ترفیعاتو بهیر پوهاوي او د استادانو د علمي ترفیعاتو آثارو ثبتول» په نوم جوړ شو؛ علمي مرستیالې، د علمي څېړنو د چارو امر، د ډيپارټمېنټونو امرانو او استادانو ګډون کړی و.

د جوزجان پوهنتون علمي مرستیالې پوهندوی سهیلا حیدري د استادانو او علمي کادرونو په وظایفو چې تدریس، څېړنه او نور اکاډمیک مکلفیتونه دي؛ خبرې وکړې او د هغو په تطبیق یې ټیګار وکړ.

وروسته د جوزجان پوهنتون دعلمي څېړنو امر پوهنمل محمد راغب افتخاري د استادانو د څېړنیزو آثارو طی مراحل کولو په تړاو د نوي فارمټ په اړه خبرې وکړې او د استادانو په موقع ترفیع یې ټینګار وکړ.

د ورکشاپ ګډونوالو د ورته پروګرامونو جوړول اغېزمن وبلل او د نوي څېړنیز بهیر د تطبیق ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

BACK TO NEWS