داوطلبۍ ته د بلنې اعلان!

Publish Date
Closing Date
د پروژې عنوان: د (بادغیس، پنجشېر او نیمروز) لوړو زده کړو مؤسسو لپاره د انټرنېت خدمتونو، د (Mbps10) په ظرفیت د WiMAX له لارې او د (ارزګان، دایکندي، فراه او غور) لوړو زده کړو مؤسسو لپاره د P2P او یا هم Wisat له لارې، دوه لاته.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/NC-003:
لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د (بادغیس، پنجشېر او نیمروز) لوړو زده کړو مؤسسو لپاره د انټرنېټ خدمتونو، د (Mbps10) په ظرفیت د WiMAX له لارې او د (ارزګان، دایکندي، فراه او غور) لوړو زده کړو مؤسسو لپاره د P2P او یا هم Wisat له لارې، دوه لاته، انټرنېټ خدمتونو د داوطلبۍ پروسې، په پروژه کې ګډون وکړي. اړونده شرطپاڼه په فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست له لوري په وړیا ډول تر لاسه او خپل افرونه په شرطپاڼه کې له ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم خپل آفرونه په سربسته ډول د دغه اعلان له خپرېدو وروسته د {05/04/1401}، د یک شنبې په ورځ د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو، چې د 27/11/1443 نېټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکارتو ریاست ته، چې په کارته چهار سیمه کې موقعیت لري، وړاندې کړئ. ناوخته رارسېدلي او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د ګرنټي بانګ او یا نغدو پیسو په شکل (120,000) یو سل او شل زره افغانۍ د لومړي لات او (250,000) دوه سوه او پنځوس زره افغانۍ د دویم لاټ لپاره دي.
د افر پرانیستنې ناسته د {05/04/1401}، د یکشنبې په ورځ، چې د 27/11/1443 نېټې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکارتو ریاست کې، چې په کارته چهار سیمه کې موقعیت لري، جوړیږي.
د اړیکې شمېره :0202514078
الکترونیکي پته: taherahsas29@gmail.com