داوطلبۍ ته د بلنې اعلان

Publish Date
Closing Date
د پروژې عنوان: د خصوصي محصلانو چارو ریاست لپاره د سرور او استوریج سرور سیسټم د پېرولو پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: : MOHE/1401/G-020
لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو پوره داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د خصوصي محصلانو چارو ریاست لپاره د سرور او استوریج سرور سیسټم د پېرولو د پروژې په پروسه کې ګډون وکړي د شرطپاڼې کاپي په فلش کې په وړیا ډول د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست څخه تر لاسه، خپل افرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم په سربسته ډول له همدې اعلان وروسته د ۱۴۰۱ کال، د لړم (عقرب) تر ۵ مې، د سهار تر ۱۰بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل افغانستان په درېیمه ناحیه، څلورمه کارته کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته راسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.
د افر د ضمانت بیه د ګرنټي بانګ او یا نغدو پیسو په توګه (۹۰۰۰۰) نوي زره افغانۍ ده. د افر ضمانت باید ۲۸ ورځې زیات د افر د باور له نېټې څخه وي، یعنې د افر د پرانیستنې څخه ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
د افر پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۱ کال، د لړم میاشتې ۵مه، د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۱۰بجو، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر پرانیستلو صالون کې، چې د کابل افغانستان په درېیمه ناحیه، څلورمه کارته کې موقعیت لري، ترسره کېږي.
د اړیکې شمېره: 0202514078
برېښنایي پته: saririnasrat90@gamail.com
نوټ: له افر پرانیستلو مخکې ناسته د ۱۴۰۱ کال، د تلې (میزان) په ۲۴مه، د یکشنبې په ورځ د سهار په ۱۰ بجو، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د اجناسو او غیر مشورتي خدمتونو د تدارکاتو په امریت کې ترسره کېږي.