داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: پکتيا پوهنتون طب پوهنځي د لابراتواري وسايلو تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/G-48
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې پکتيا پوهنتون طب پوهنځي د لابراتواري وسايلو تهیه او تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {20 میزان 1402} نېټې د پنجشنبې ورځې د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (90،000) نوي زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي او د افر خلاصولو غونډه په یاده نېټه د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په تالار کې ترسره کېږي.
یادونه! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د به د {20 میزان 1402} نېټې پنجشنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کابل افغانستان کې موقعيت لري، دايرېږي.
د اړيکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: rafiullah.naeemi@gmail.com
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د میزان میاشتي په (۱۰) نېټه دوشنبې ورځ سهار لس بجې د تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې دايرېږي.