داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
عنوان: د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د معلوماتي ټکنالوژي وسایلو تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/G-53
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د 1402هـ ش کال لپاره د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټکنالوژي وسایلو تهیه او تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {21 قوس 1402} نېټې د سه شنبې ورځې د سهار تر ( 00: 10) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي.
ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (80,000) اتیا زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر تضمين باید د افر د اعتبار له مودې څخه ۲۸ ورځې زیاتې وي، يعنې د افر خلاصولو له نېټې څخه ۱۱۸ ورځې د اعتبار وړ وي.
یادونه: د افر خلاصولو غوڼده د {21 قوس 1402} نېټه سه شنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.
د اړيکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: saririnasrat90@gamail.com
له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د 1402 هـ ش کال د قوس میاشتي په (12) نېټه یکشنبې ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزرات تدارکاتو ریاست د اجناسو او خدمتونو په امريت کې دايرېږي.