داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

eshaq_admin
gdrgdrg

Publish Date

Closing Date

عنوان: د غزني پوهنتون او د میدان وردګ، لوګر او غور لوړو زده کړو مؤسسو د ښوونې او روزنې پوهنځيو تجهیزاتو، وسایلو او لابراتواري توکو تهیه او تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: 77MOHE/1402/NCB/G- 
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د څلور لاټونو په ګدون د غزني پوهنتون او د میدان وردګ، لوګر او غور لوړو زده کړو مؤسسو د ښوونې او روزنې پوهنځيو تجهیزاتو، وسایلو او لابراتواري توکو تهیه او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {22  دلو  1402} نېټې د يکشنبې ورځې د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو په بڼه د..
اول لاټ (د غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی) په (129,000) یو سل او نهه ویشت زره افغانیو وړاندې کېږي.
دویم لاټ( د غزني لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځی) په (100,000) سل زره افغانیو وړاندې کېږي.
درېيم لاټ (د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځی) په (85,000)هشتادو پنج هزار افغانی
څلورم لاټ (د غور لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځی) په ( 195,000) یوسل پنځه نوي زره افغانيو وړاندې کېږي.
ټولو څلور واړه لاټون په (509,000) پنځه سوه نهه زره افغانیو وړاندې کېږي.

 183,000 ( يو لک درې اتیا زره) افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غوڼده به د {22 دلو 1402} نېټې يکشنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.    
د اړیکو شمېره:0202514078
برېښنا لیک: rafiullah.naeemi@gmail.com
یادونه: له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د (14 دلو 1402) نېټې شنبې ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزرات تدارکاتو ریاست کې دايرېږي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳هـ ش کال لپاره د علي آباد تدريسي روغتون د اړتیا وړ ۲۸ قلمه پتالوژي توکو او ۶۶ قلمه لابراتواري توکو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/ATH/G-05
 د لوړو زده . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت په . . .

Back to tenders