داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
سرلیک: د فراه لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځي د تدریسي تعمیر جوړول
داوطلبۍ ته د بلنې شمیره:
/W-015/REBID MOHE/99 /NCB
د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوی چې د فراه لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځي د تدریسي تعمیرجوړولو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې اړوندي شرطپاڼې نقل د ملي تدارکاتو له سایټ (www.npa.gov.af) یا هم د لوړوزده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه دې د شرطپاڼې مندرجو شرایطو، د قانون او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم په سر تړلې بڼه د سهار (۱۰) بجې د سه شنبې ورځ د ۱۳۹۹/۸/۱۳ نیټې پوري د لوړوزده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته، دریمه ناحیه کابل- افغانستان کې موقعیت لري، وسپاري. وروستي رسیدلي او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه(۱۶۵۰۰۰۰) یو ملیون او شپږ سوه پنځوس زره افغانۍ دي. د آفر پرانیست غونډه د لوړوزده کړو وزارت د تهیې او تدارکاتو ریاست د پرانستو غونډو په تالارکې جوړیږي.