داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
سرلیک: د جوزجان پوهنتون د مشاورې مرکز د اړتیا وړ تجهیزاتو د برابرولو او تیاري پروژه:
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/WB-OFF/1400/NCB/G-006 د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د جوزجان پوهنتون د مشاورې مرکز د اړتیا وړ تجهیزاتو د برابرولو او تیاري پروژې په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطپاڼې نقل په وړیا ډول په فلش یا میموري کارډ کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو له ریاست او له {www.ageops.net} وېبپاڼې ترلاسه کړي او خپل آفرونه دې په شرط پاڼه کې له درج شوو شرایطو، د قانون او د تدارکاتو له طرزالعمل سره سم په تړلې بڼه د خبرتیا له خپرېدو د (1399لمريز کال د سلواغې میاشتې تر25مې) نېټې شنبې، د سهار تر 10:00بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې په کابل، څلورمه کارته، درېیمه ناحیه کې موقعیت لري، وسپاري. وروسته رسېدلي آفرونه او انټرنېتي آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي ګرنټې په بڼه (۴۷۰۰۰۰) څلور سوه او اویا زره افغانۍ وړاندې شي. د آفر پرانیست غونډه د 1399لمريز کال د سلواغې
تر 25 مې نېټې شنبې، د سهار تر 10:00 بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو سالون کې چې په کابل، څلورمه کارته، درېیمه ناحیه کې موقعیت لري، جوړېږي.
د اړیکې شخص : روح الله موحد د اړیکې شمېره: 0879502115
الکټرونیکي پته: (muahid99@gmail.com )کاپي (naim.sahar2013@yahoo.com) یادونه: له آفر پرانيستې مخکې غونډه د 1399لمريز کال د سلواغې تر 15مې نېټې چهارشنبې د سهار تر 10:00 بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو په سالون کې جوړېږي.