داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د پروژې سرلیک: د لوړو زده کړو وزارت د منښت سالون د پراختیا طرحه
د داوطلبۍ د بلنپاڼې شمېره: MOHE /1400 /W-2832
لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د لوړو زده کړو وزارت منښت سالون د پراختیا په پروژه کې ګډون وکړي او د پروژې شرطپاڼه د ملي تدارکاتو له وېبپاڼې (www.npa.gov.af) او یا د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست څخه تر لاسه او خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او تدارکاتو له چلنلارې سره سم په سرتړلي توګه د ۱۴۰۰/۳/ ۲۳ د یکشنبه په ورځ د ماسپښین په ۲ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري، چې د کابل درېیمې ناحیې په کارته چهار سیمه کې موقعیت لري.
ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر د تضمین بیه (۵۵۰،۰۰۰) پنځه سوه او پنځوس زره افغانۍ ده، چې د بانکي تضمین په توګه اخیستل کېږي او د آفر د پرانیستې ناسته د لوړو زده کړو وزارت د آفر پرانیستلو په تالار کې ترسره کېږي.