داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
سرلیک: د( نورستان، زابل، کندهار، فراه، پکتیکا، دایکندي، بلخ او هلمند) تحصیلي بڼسټونو د (۸) لاټ،(د زابل لوړو زده کړو موسسې) دویم لاټ په شمول د فتو او لتاییک سولر سیستم پروژه
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره (L2) MOHE/WB-OFF/1400/NCB/G-010/Re-Bid
لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایط برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د( نورستان، زابل، کندهار، فراه، پکتیکا، دایکندي، بلخ او هلمند) تحصیلي بڼسټونو د (۸) لاټ،( د زابل لوړو زده کړو موسسې) دویم لاټ په شمول د فتو او لتاییک سولر سیستم پروژې په پروسه کې ګډون وکړي، چې MOHE/WB-OFF/1400/NCB/G-010 د داوطلبۍ شمېره لري او خپل آفرونه دې د شرطپاڼې شرایطو، د ا. ا. ج تدارکاتو قانون او چلنلارې سره سم په سرتړلې بڼه وړاندې کړي.
د اړوند شرطپاڼې ترلاسه کول:
له www.npa.gov.af ، www.ageops.net ويبپاڼې او د لوړو زده کړو وزارت د تدارکانو ریاست څخه ترلاسه کړئ او د آفرونو سپارلو نېټه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴۰۰/۴/۲۷مې نېټې د سهار ۱۰ بجو پورې ترسره کېږي چې د آفر سپارلو وروستۍ نېټه ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو پرانیستغونډه د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۷مه نېټه د یکشنبې ورځ د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو سالون کې ترسره کېږي چې کارته چهار، درېیمه ناحیه، کابل، افغانستان کې موقعیت لري.
د آفر تضمین:
د آفر تضمین د بانکي ګرنټي په بڼه دی.
د (د زابل لوړو زده کړو موسسې) دویم لاټ ۲۲۰۰۰۰ افغانۍ
د آفر تضمین باید د آفر د اعتبار مودې څخه ۲۸ ورځې ډېر وي، یانې د آفر پرانیستلو له نېټې څخه تر ۱۱۸ ورځو پورې د اعتبار وړ وي.
د بانک تضمین دې د شرطپاڼې د اتمې برخې سره سم د بانکي تضمین فورم په کارولو سره وړاندې شي چې د تضمینونو فورمونه پکې شامل دي. د اړوند پروژې د داوطلبۍ شمېره، نېټه، اندازه او د هغې ټول متنونه باید کره وي کومه قلمي تېروتنه ونه لري.
د آفر تضمین باید د هغه شرکت د نوم لاندې چمتو شي چې د شرکت په جواز کې لیکل شوی، د هغې کاپي او سکن د منلو وړ نه دی او اصلي نسخه یې باید وسپارل شي. که چېرې غوښتونکي ګډ وي نو د آفر تضمین باید د شریک په نوم چمتو شي او د شریکانو مهر او لاسلیک اړین دی.
یادونه: که چېرې د داوطلبۍ خبرتیا نېټې او د داوطلبۍ اسنادو ترمنځ توپیر وي نو په شرطپاڼه کې ټاکل شوې نېټه د اعتبار وړ ده او د داوطلبۍ څخه مخکې غونډه به په ۱۴۰۰/۴/۲۲ مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د غونډو په سالون کې جوړېږي.
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸