داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

eshaq_admin
gsdgrt

Publish Date

Closing Date

عنوان: د عبد الله بن مسعود (رض) جامعې ریاست د دوه داخلي بلاکونو د انټرنټ جوړونې تهیه او تدارک پروژه
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-033
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د عبد الله بن مسعود (رض) جامعې ریاست د دوه داخلي بلاکونو د انټرنټ جوړونې تهیه او تدارک پروژې په پروسه کې ګډون کړی وو او اړونده چاپ شوې شرطنامې یو کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي اوسې. 
خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه د ۱۴۰۲هـ ش کال د ثور مياشتې ۲۱مې نېټې، د پنجشنبې ورځې د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (۲۲۰۰۰۰ ) دوه ویشت زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د ثور ۲۱ نېټه د پنج شنبې په ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کې، چې د افغانستان، کابل درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
.
د اړېکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: rafiullah.naeemi@gmail.com
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ کال د ثور میاشتي په ۱۱مه نېټه دوشنبې په ورځ سهار لس بجې د تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې دايرېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders