داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

nasir_admin
aafgeeeeeeghb

Publish Date

Closing Date

عنوان: د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت مرکز (۷۰) قلمه ناچاپ شوي قرطاسيه باب تهيه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/G-023
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت مرکز (۷۰) قلمه ناچاپ شوي قرطاسيه باب تهيه او تدارک پروژې په پروسه کې ګډون وکړی ، او اړونده چاپ شوې شرطنامې یو کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه د ۱۴۰۲هـ ش کال د جوزا مياشتې ۲۳مې نېټې، د سه شنبې ورځې د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (200,000 ) دوه سوه زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر ضمانت بايد ۲۸ ورځې د افر د باور له نېټې څخه زيات وي، يعني د افر د پرانيستې څخه ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د جوزا مياشتې ۲۳مه نېټه د سه شنبې په ورځ سهار په يولسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کې، چې د افغانستان، کابل درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي. .
د اړېکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: taherahsas29@gmail.com  
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د جوزا میاشتي په ۱۰مه نېټه چهارشنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې دايرېږي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۸:۲۵
Background image

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس خبرتیا !

په پام کې ده چې ننګرهار پوهنتون کې د اقلیم بدلون لومړنی نړیوال کنفرانس د روان ۱۴۰۲ کال د سلواغې میاشتې له ۲۱ـ ۲۳ نېټې پورې ترسره شي.
نو د ټولو پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، پالیسي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۵:۳۸
Background image

د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا! 

 

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د تحصيلي نصاب بیاکتنې او پراختيا او د تحصيلي نصاب بیاکتنې او پراختيا لارښودونو او معيارونو معرفي . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۷:۴۳
Background image

د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا!

 

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت مرکز شبکې وسایل او فایروال تهیه او . . .

Back to announcements

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۸:۱۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

عنوان: د هلمند ولایت ديني جامعاتو او تخصصاتو ساحي د تدريسي او اداري استفادې په موخه د ګدام، ليليې اتاقونو او لنډسکيپ بیاروغونه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/ W-05
د لوړو زده . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۶:۳۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

نېټه: 08 /07/1402  هـ ش   مطابق د: 15/03/ 1445 هـ ق  
عنوان: د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د موټرو تمځای کې د سیوري جوړولو پروژې د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا !
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۶:۲۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

نېټه: 08 /07/1402  هـ ش   مطابق د: 15/03/ 1445 هـ ق  
عنوان: د کابل ښوونې او روزنې جمنازیوم تعمير بیاروغونې پروژې داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/KEU/1402/NCB/W . . .

Back to tenders