د ارزګان لوړوزده کړو مؤسسې رهبري پلاوي د ارزګان والي سره د یادې موسسې د لا پرمختګ په موخه وکتل.

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۱:۴۶
gfdffdf

د لیدنې په پیل کې د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي رحمت الله رحماني په یاد تحصیلي بنسټ کې د شته ظرفیتونو، لاسته راوړونو، اړتیاوو، ستونزو او د ولایت مقام د همکاریو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
ورپسې د ارزګان والي مولوي عنایت الله شجاع د یاد تحصیلي بنسټ رهبري پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د عصري زده کړو اهمیت ته په اشارې سره وویل چې دا هېواد استادانو او د عصري علومو متخصیصینو ته اړتیا لري چې په دې برخه کې د اسلامي امارت تګلاره واضیح ده او په پوره قوت سره تعلیمي او تحصیلي مرکزونو ته توجو شوې ده او کیږي.
نوموړي د مؤسسې ستونزو ته د رسیدګۍ، د مؤسسې پرمختګ او د امکاناتو د موندلو په خاطر د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

BACK TO NEWS