د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناستو) ۲۰ تنه علمي کادرونه په مختلفو هېوادونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا له بشپړولو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۸:۷
dssdvxc

۱۴۴۴/۱/۱۶
۱۴۰۱/۵/۲۳

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناستو) د استادانو د فراغت او ښه راغلاست په ویاړ جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناستو)، د کندهار پوهنتون او د یو شمېر خصوصي تحصیلي بنسټونو مشرتابه، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و. 
په یاده ناسته کې د اناستو پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست رئیس پوهنیار ثناءالله ارغستاني او د دغه پوهنتون نورو استادانو د کرنې او ټکنالوژۍ په برخه کې د یاد پوهنتون د ارزښت په اړه د خبرو تر څنګ، راستانه شویو استادانو ته ښه راغلاست وویل او د علمي کادرونو د هڅونې په موخه یې د دا ډول پروګرامونو جوړول ګټور وبلل.
همدارنګه راستانه شوو استادانو ډاډ ورکړ چې له زده علومو او تجروبو به د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (انستو) د محصلانو د روزنې په برخه کې کار واخلي او د افغانستان د ودانولو په برخه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي. 
د یادولو وړ ده چې د ناستې په پای کې راستانه شوو استادانو ته د مبارکۍ په پار د ګلونو هارونه ورپر غاړه شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS