د افغان نړیوال پوهنتون د شرعیاتو فوق لېسانس برنامو د تحصیلي نصاب ترتیب او چمتو کولو کلستر پیل شو.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۷:۲۱
jhkjylfetl

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیر خواه ، د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس عبدالرؤف فراهي، د ملي نصاب غړو، د هېواد بېلابېلو تحصیلي بنسټونو مسلکي غړو او استادانو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس عبدالرؤف فراهي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د جوړې شوې برنامې په اړه یې هر اړخېز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه،" د نصاب بیا کتنه په ټولو هېوادونو کې یوه ملي او بنسټېزه موضوع وي، نصابونه که په هر هېواد کې وي بیا کتنې اپډيټ او پراخوالي ته اړتیا لري."

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا وینا وکړه او ویې ویل، " داچې نصاب د یوه هېواد پر ځان بسیا کېدو پر لور یو ګام دی، داسې نصاب ترتیب شي، چې ملي او دیني ارزښتونه په کې په نظر کې نیول شوي  وي، داخلي او بهرني انتقادونه پرې ونشي او اوسنیو ستونزو ته ځواب ویونکی اوسي."

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني بیا د یاد کلستر پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، " د هېواد ابادي په تحصیلي بنسټونو پورې  او تحصیلي بنسټونه بیا په ښو نصابونو پورې اړه لري."
ښاغلي حقاني زیاته کړه، " موږ له پیل څخه دې برخې ته متوجه یوو، چې د هېواد نصاب مو د نړیوالو اصولو سره سم او په هره برخه کې پوره وي."
سرپرست وزیر دا هم وویل، "د نړۍ هغه هېوادونه چې د افغانستان په تحصیلي برخه کې لیوالتیا لري، موږ په دې هڅه کې یوو چې را دعوت یې کړو؛ ترڅو پوهنتونونه مو نړیواله بڼه غوره کړي، چې په دې برخه مو یو شمیر هېوادونو ته سفرونه وکړل او دا لړۍ به دوامداره ساتوو."
محترم حقاني د شرعیاتو فوق لېسانس برنامې د کلستر له غړو وغوښتل، چې د نصاب په ترتیب او چمتو کولو کې له پوره دقت او حوصلې څخه کار واخلي؛ ترڅو یو ګټور نصاب برابر شي.
دغه راز د غونډې په وروستیو کې د ملي نصاب غړي پوهندوي داؤد شاه فاروق د دغه کلستر پر کاري پروسي معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

په دې وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت د طب، ساینسي، فارمسي، ویترنري، کمپیوټر ساینس پوهنځیو، د تخصصاتو پنځه برنامو او د افغان نړیوال پوهنتون د درې فوق لېسانس برنامو لپاره د نصاب بیا کتنه، ترتیب او د چمتو کولو چارې ترسره کړي دي او تازه یې د افغان نړیوال پوهنتون د شرعیاتو فوق لېسانس په برنامو کار پیل کړی دی.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د کنفرانس په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو متخصصینو لخوا ۶۲ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې

 

د کابل پوهنتون «د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس » په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو استادانو او متخصصینو لخوا ۶۲ څیړنیزې مقالې وړاندې شوې.

 

د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۵۵
Background image

د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د وینا مهم ټکي:

 

1ـ د خوښۍ ځای دی چې موږ او تاسو نن په اسلام‌، علم او جهاد پاله خاوره، د شهیدانو، غازیانو، امیرانو او قدرمن امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ټاټوبي کې په یوه داسې علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۰:۳۶
Background image

د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس پیل شو 

 

یاد کنفرانس په کندهار ولایت کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري، د ا.ا.ا مرکزي ویاند. . .

BACK TO NEWS