د افغان نړیوال پوهنتون علمي کادري بستونو لپاره تقریري ازموینه واخیستل شوه.
4/11/1443
14/3/1401
د افغان نړیوال پوهنتون علمي کادري بستونو لپاره تقریري ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د شرعیاتو پوهنځی دریو څانګو (فقې او قانون، قضا او سیاست، مالي او اسلامي بانکدارۍ) د علمي کادري بستونو لپاره وه او له هغو داوطلبانو څخه تقریري ازموینه واخیستل شوه، چې تېره پنجشنبه یې تحریري ازموینه ترسره شوې وه.
د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئيس مفتي عبدالرؤف فراهي د یادې ازموینې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دغه ازموینه په دریو پړاوونو کې اخیستل کېږي، چې لومړی تحریري، بیا تقریري او په وروستي پړاو کې یې عملي تدریس (ډيمو) ده.