د امارتي تحصیلي بنسټونو د څېړنو او علمي مرستیالانو لپاره د کاري فعالیتونو د ښه والي او همغږۍ په موخه دری ورځنی ورکشاپ دایر شو.

په یاد ورکشاپ کې، چې د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ژباړې ریاست په نوښت جوړ شوی، د یادو مرستیالانو تر منځ د دندو لایحو پر تفکیک، په تحصیلي بنسټونو کې د لابراتوارونو او کتابتونو د تجهیز څرنګوالي، کاري پلانونو، د څېړنو لپاره د بودیجې مشخصول، د مسؤلیتونو وېش، د څېړنو معاونیت تشکیلاتي جوړښت او په هېواد کې د علمي څېړنو د ودې په اړه بحثونه وشي.
د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم څېړنې د یوې ټولنې د پرمختګ لومړنی ګام یاد کړ او ویې ویل چې موږ د څېړنې په وسیله د مدرنې نړۍ دیني او د ژوند نورې ستونزې حل کولی شو.
نوموړي د امارتي تحصیلي بنسټونو علمي او څېړنو معاونین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او د کاري اسانتیاوو برابرولو ډاډ یې ورکړ.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه دغه ورکشاپ د څېړنو او علمي مرستیالانو لپاره د همغږۍ، تجروبو شریکولو او په پوهنتونونو کې د علمي څېړنو د پراختیا او غني کولو لپاره غوره فرصت وباله.
همدا راز د تحقیق، تألیف او ژباړې رئیس دوکتور حمیدالله مزمل، د علمي معینیت سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین په خپلو خبرو کې د علمي تحقیقاتو پر ارزښت خبرې وکړې او د ورکشاپ د اجنډا په اړه یې معولومات ورکړل.
د یادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ به دری ورځې دوام وکړي او د علمي او څېړنې معاونینو تر منځ به پکې ګروپي کارونه وشي.
د ا.ا.ا له راتګ وروسته په هېواد کې علمي څېړنو ته ځانګړې پاملرې شوې او په ۲۵ پوهنتونونو کې د څېړنې معاونیتونه ایجاد شوي دي.