د امارتي تحصیلي بنسټونو یو شمېر استادانو ته د لوړو زده کړو دریڅې (HELP) او د لوړو زده کړو مدیریتي سیستم (HELMS) په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

د ورکشاپ په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا رئیس او د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رئیس انجنیر سردارولي صالحي د خپلې وینا پرمهال وویل، چې لوړو زده کړو وزارت انلاین درسي بهیر ته ځانګړې بودیجه لري او هڅه کوي، چې په پوهنتونو کې آنلاین تدریس پیل او پرمختګ ورکړي.
هغه همدا راز وویل: «یاد ورکشاپ مو داسې ترتیب او پلان کړی، چې ګډونوال استادان وکولی شي په دې درې ورځو کې د درس ثبتولو او ایډیټ چارې زده او پرته له تخنیکي همکار ټولې برخې پرمخ یوسي.»
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین وویل، چې اوس وخت نړۍ د حضوري تدریس ترڅنګ پراخ آنلاین سیستمونه لري او ترې استفاده کوي. د نوموړي په وینا، چې افغانستان د نړۍ برخه ده او پکار ده چې په یو شمېر برخو کې ورسره سم مزل وکړي.
یاد ورکشاپ چې په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا ریاست له لوري پیل شوی، موخه یې د یادو سیستمونو په اړه استادانو ته د معلوماتو ورکول او د کارونې څرنګوالی دی.
د لوړو زده کړو دریڅه (HELP) الکترونیکي سیستم دی چې محصلینو ته پکې صنفي درسونو اچول کیږي او محصل کولی شي هر وخت او هر ځای کې ترې استفاده وکړي او همدارنګه د لوړو زده کړو مدیریتي سیستم(HELMS) دی چې د استاد او محصل ترمنځ ټولې مدیریتي چارې پکې کنټرول او پرمخ ځي.
نېته: سه شنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د جمادی الاول ۱۷مه
۱۴۰۳ هـ.ش د عقرب ۲۹مه
۲۰۲۴ م د نومبر ۱۹مه