د امريکا متحده ايالاتو پراختيايي پروګرام (USAID ) له لوړو زده کړو وزارت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي

په هغه غږيز کنفرانس کې چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي، مالي او اداري معينانو او د ( USAID) دفتر د مسولينو تر منځ وشو، د امريکا متحده ايالاتو د افغانستان له پاره د روغتيا، تحصیل او پراختيا (AHEAD) په برخو کې د همکاريو د پروژو په اړه معلومات ورکړل، څرګنده يې کړه چې په دې پروژو سره به د لوړو زده کړو وزارت، د دوکتورا او ماسټرۍ پروګرامونو، معلوماتي تکنالوژي او حرفه يي زده کړو په برخه کې د پوهنتونونو له خپلواکۍ سره همکاري وکړای شي.
هغوی د پروژو د پلي کیدو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت پر تاييد او همغږۍ ټينګار وکړ، زياته يې کړه چې د يادو پروژو عملي کول به د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژي له پلان سره سم ترسره شي.
د دوی د څرګندونو پر وړاندې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي او اداري او مالي معين نوراحمد درویش د ( USAID) دفتر او د امريکا له متحده ايالاتو د مننې تر څنګ څرګنده کړه چې د دې پروژو د ښه پلي کیدو له پاره به هر ډول همکارۍ وکړي.