د ایرو اشیا هیرت فونډیشن او سویس کراس مؤسسو ګډ پلاوي د سره صلیب په همکارۍ د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سینې، زړه او رګونو ناروغیو له انسټیټیوت او میوند تدریسي روغتون څخه لېدنه ترسره کړه.

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۹:۵۹
gffgdg

یاد پلاوي د یادو شویو تدریسي روغتونونو سره د تدریس او زده کړو په برخه کې د همکارۍ ژمنې ترڅنګ د سینې، زړه، او رګونو ناروغیو انستیتيوت سره په لاندې برخو کې د ماشين آلاتو په تمويل او تجهيز او د تدريس په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.
1 ـ Cardiac Surgery. 2 ـ Anesthesia. 3 ـ Cardiac Perfusion. 4 ـ   ICU5 ـ Cath Lab او Invaise Cardiology
همداراز ایرو اشیا هیرت فونډیشن په ورته وخت کې د کابل طبي علومو پوهنتون مسؤلینو ته د میوند تدریسي روغتون په reconstructive plastic surgery برخه کې د ډاکټرانو د روزنې  ژمنه هم وکړه.
د یادولو وړده چې Eru Asia Heart Fundation  یو خیریه بنسټ دی چې په بېلابېلو هېوادونو کې فعالیت لري او مرکز يې په سويس هېواد کې موقعیت لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS