د بامیان پوهنتون غصب شوې ځمکې بیا ترلاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ټاکل شوي پلاوي بامیان ولایت ته سفر وکړ او ترڅنګ یې د ولایت او پوهنتون له مسؤلینو سره لیدنه وکړه.

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۶:۲۲
fdsfdssdfds

د لوړو زده کړو وزارت ټاکل شوي پلاوي د داخلي تفتیش رئیس مولوی خالد افغان په مشرۍ چې ورسره تخنیکي پلاوي او د اداري او زیر بنا رئیس قاضي عبدالعزیز عزیزی ملتیا کوله، د بامیان پوهنتون له اداري مسؤلینو سره د لیدنې ترڅنګ یې د غصب شوي ځمکې څخه معلومات ترلاسه او همدارنګه له غصب شوې ځمکې څخه لیدنه وکړه. 
په همدې اساس ټاکل شوي پلاوي د بامیان پوهنتون غصب شوي ځمکې د بیا ترلاسه کولو پروسې چټکتیا او بامیان پوهنتون ته سپارلو لپاره، د بامیان ولایت له والي او امنیتي مسؤلینو سره موضوع شریکه کړه او په دې اړه يې له هغوی څخه د مرستې غوښتنه وکړه، بل خوا د بامیان ولایت والی او مسؤلینو د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
نیټه یکشنبه:

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS