د بلخ ولایت د پوهنتونونو استادانو لپاره درې ورځنی دیني - علمي سمینار د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په حضور کې پیل شو.

eshaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۵:۰
erdfds

د دغه سمینار په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد د یاد سمینار د موخو او اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او استادان یې خپلو دندو او مسؤلیتونو ته متوجه کړل.
ورپسې د بلخ پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور خلیل الله کلیوال د لوړو زده کړو وزارت او د بلخ ولایت مقام د لوړ پوړو مېلمنو له شتون څخه خوښي څرګنده کړه، دا ډول سمینارونه یې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ د واټن په کمولو کې اغېزمن وبلل او پر دوام یې ټینګار وکړ.
وروسته د جلالي مدرسې استاد شیخ الحدیث محمد سعید هاشمي د نیت د اخلاص اغېز او د شیخ مرغیناني مدرسې مدرس شیخ امان الله امان اسلام له نظره د یوه بریالي استاد ځانګړنو په اړه وینا وکړه او د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
دغه راز په دې سمینار کې د بلخ ولايت د پوهنې رئيس شيخ الحديث عبدالجليل شهیدخېل، د بلخ ولايت مرستيال نور الهادي ابو ادريس، د امربالمعروف نهي عن المنکر رئیس مولوي صاحب سردار محمد حيدري او مولوي صاحب سیف الدین عزیزي هر یو د اسلامي امت د یووالي، د ټولنې د اصلاح او استقلال په اړه ګټورې خبرې وکړې.
په پام کې ده یاد سمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په نوښت جوړ شوی، سبا او بله ورځ هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS