د بنګله دېش هېواد د تحصیلي بورسونو ازموینه واخیستل شوه

د لوړو زده کړو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې نن د بنګله دېش هېواد د اسیايي پوهنتون د تحصیلي بورسونو ازموینه واخیستل شوه.
د یادو بورسونو په ازموینه کې چې یوازې د نجونو لپاره ځانګړي شوي دي، ۷۴ تنه ښځینه نوماندانو ګډون کړی و چې له دې جملې څخه به ۵۰ تنه بنګله دېش هېواد ته د لېسانس زده کړو لپاره ولېږل شي.
د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو چارو او د بورسونو تنظیم ریاست مسوولینو د برک موسسې او له بنګله دېش هېواد څخه چې په تېرو څو کلونو کې يې له افغانستان سره په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د تحصیلي بورسونو په برابرولو کې مرسته کړې، مننه وکړه او ويې ویل چې یاده ازموینه هر کال د بنګله دېش هېواد په مرسته په شفاف ډول ترسره کېږي چې ۵۰ تنه د لېسانس په کچه د اقتصاد، عامې روغتیا، سیاسي علومو، ریاضي، چاپېریال ساتنې او فلسفې څانګو کې د نوموړي هېواد اسیايي پوهنتون ته لېږل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د ۱۳۸۲ لمريز کال څخه را په دې خوا شاوخوا ۱۹۶ تنه نجونې په بېلابېلو څانګو کې د برک موسسې په مرسته بنګله دېش هېواد ته لېږل شوې دي.