د تړون د پرېکړې عامه خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري د (نورستان، زابل، کندهار، فراه، پکتیکا، دایکندي، بلخ او هلمند) تحصیلي بنسټونو د سولر فتو ولتایپک سیسټم تړون چې اتم لاټ د مار مونکس ګروپ لمیتد شرکت ته ورکړي چې د جواز شمېره یې (۲۱۸۱۵) ده او د کابل په پل سرخ څلور لارې کې موقعیت لري او ټولیزه بیه یې (۴،۸۵۶،۱۹۲) څلور میلیونه او اته سوه او شپږ پنځوس زره او یو سل او دوه نوي افغانۍ او همدارنګه څلورم او پنځم لاټ کنیتک لمیتد سوداګریز او لوژیستیکي شرکت ته ورکړي چې د جواز شمېره یې (۲۲۰۶۷) ده او د کابل په شهر نو د ګل فروشۍ کوڅې حسیب مارکېټ کې موقعیت لري، څلورم لاټ په (۶،۲۱۸،۸۷۶) شپږ میلیونه او دوه سوه او اتلس زره او اته سوه او شپږ اویا افغانۍ او پنځم لاټ په (۶،۱۷۶،۵۳۰) شپږ او یو سل او شپږ اویا زره او پنځه سوه او دېرش افغانۍ ورکړي.
حکمي او حقیقي کسان چې هر ډول نیوکې لري کولای شي خپلې نیوکې د دغې خبرتیا تر خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په لیکلې توګه له خپلو دلایلو سره یو ځای او د تدارکاتو قانون له پنځوسمې مادې سره سم د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دغه خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د یادې نېټې او قانوني پړاوونو تر پای ته رسېدو پورې نه تړل کېږي.