د تړون کولو خبرتیا

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې د (۲یمې) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي څانګو د (۵۳) قلمه روغنیاتو او فلتربابو د تهیه او تدارک  پروژې تړون د MOHE/GOV-O/1400/NCB/G-03    داوطلبۍ شمېرې لاندې د مبتکران پارسا لوژستیکي او خدماتي شرکت سره وکړي چې  (71919) یې د جواز نمبر دی او د دشت برچي، پل خشک، ۱۳مه ناحیه، مرکز کابل ع کې اصلي موقعیت لري. لږ تر لږ په (735,000) اووه سوه او پنځه دېرش زره افغانۍ او حد اکثر په ( 809,733) اته سوه او نهه زره او اووه سوه او دریدېرش افغانۍ کېږي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري کولای شي چې خپله نیوکه د خبرتیا خپرېدو نېټې څخه تر اوو ورځو پورې په لیکلي بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ته وسپاري چې کارته چهار سیمه د کابل پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري.

دا خبرتیا د تړون کولو په مانا نه ده، د پورتنۍ مودې تر بشپړېدو او د تړون قانوني پړاوونو تر بشپړولو پورې به تړون لاسلیک نه شي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳هـ ش کال لپاره د علي آباد تدريسي روغتون د اړتیا وړ ۲۸ قلمه پتالوژي توکو او ۶۶ قلمه لابراتواري توکو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/ATH/G-05
 د لوړو زده . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت په . . .

Back to tenders