د تړون کولو عامه خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکولو کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت خپلو مرکزي شعبو ته د ۱۴۰۰ کال لپاره د (۵۶) قلمه قرطاسیې ترتیب او تدارک په موخه د اریانا استیشنري لمېتد شرکت سره تړون کوي، چې د جواز شمېره یې (0101-7052 ( ده او د کابل شهر نو په صدارت څلورلارې کې موقعیت لري، چې لږ تر لږه ټولیزه بیه یې ۵،۴۴۹،۰۰۰ پنځه میلیونه او څلور سوه او نهه څلوېښت زره افغانۍ او حد اکثر ټولیزه بیه یې ۵،۹۹۹،۰۰۰ پنځه میلیونه او نهه سوه او نهه زره افغانۍ کېږي.
حکمي او حقیقي کسان چې هر ډول نیوکې لري، کولای شي خپلې نیوکې د دغې خبرتیا تر خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په لیکلې توګه له خپلو دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دغه خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د یادې نېټې او قانوني پړاوونو تر پای ته رسېدو پورې نه تړل کېږي.