د جنوب لوېدیځ زون د اسلامي ثقافت د نویو رامنځته شوو علمي کادري بستونو تخصصي ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د جنوب لوېديځ زون د اسلامي ثقافت علمي کادري بستونو له ازموینې څخه د څارنې پر مهال ټولو ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا ډاډ ورکړ او هغوی ته یې د بریا هیله وکړه.
د یادولو وړ ده چې د یاد زون د اسلامي ثقافت د ژبې ازموینې مخکې اخیستل شوې وه او نن د ژبې په ازموینه کې له بریالیو ګډونوالو څخه د کندهار په پوهنتون کې تخصصي ازموینه واخیستل شوه.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۴/۵/۶هـ.ق ۱۴۰۱/۱۰/۸هـ.ش ۲۰۲۲/۱۲/۲۹م