د جوزجان په پوهنتون کې د جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو د پوهنتونونو د اداري بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه.

د جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو د اداري بستونو رقابتي ازموینه د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي، د جوزجان پوهنتون د مشرتابه، د ولایت مقام د استازو او د جوزجان ولایت د اداري اصلاحاتو امریت په حضور کې د یادو ولایتونو له نوماندانو د جوزجان پوهنتون په ورزشي لوبغالي کې واخیستل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت حقوقي سلاکار او د ازموينې د تنظيمولو کمېټې مشر شيخ عبدالله سيحان د لوړو زده کړو وزارت د رقابتي ازموينې د بهير په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وويل، چې په ياده ازموينه کې له درېيو ولايتونو ٢٧٥ تنه وړ نوماندانو برخه اخیستې چې د استخدام پروسه يې د لوړو زده کړو وزارت د رسمي کمیټې له لارې ترسره کیږي.
د جوزجان پوهنتون رئیس مفتي سید انوارالحق حبیبي هم په جوزجان پوهنتون کې د دریو ولایتونو د ازموینو د شفاف بهیر هرکلی وکړ او ګډونوالو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.