د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د کمېسیون ناسته وشوه

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۲۷
Fghiolkhgfxeryiij

 

په دې ناسته کې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د هېواد تحصيلي نظام او بېلا بېلو برخو پر نظم ټینګار وکړ او ويې ویل، چې په لوړو زده‌ کړو کې نظم او یووالی رامنځ ته کول، د دې وزارت له اساسي موخو او مسوولیتونو څخه دي.

 

محترم شیخ صاحب د پوهنځیو پر تخصصي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: «دا د خوښۍ ځای دی، چې د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته په تحصیلي نهادونو کې، په ځانګړې توګه خصوصي تحصیلي نهادونو کې تحصيلي معیارونه ورځ په ورځ پلي کېږي او د استادانو د دایمي تقرر پروسه هم په ښه ډول روانه ده.»

 

په ناسته کې ګډونوالو د اجنډا له مخې د موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل، د لوړو زده‌ کړو وزارت د اصولو او لارښوونو مطابق یې اړینې پرېکړې وکړې او د ځینو موضوعاتو لپاره یې کمېټې وټاکلې. 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۷ هـ.ق د محرم الحرام ۱۹مه

۱۴۰۴ هـ.ش د سرطان ۲۴ مه

۲۰۲۵م، د جولای ۱۵مه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدنه او خبرې وکړې.

 

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د جاپان سفیر د بریالي ماموریت یادونه وکړه او د افغانستان پر وړاندې یې د جاپان د مثبتو سیاستونو څخه خپله خوښي څرګنده کړه.

 

محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د غزني تخنیکي پوهنتون اتمې دورې فراغتغونډه کې محصلین د افغانستان ابادۍ کې ونډې اخیستلو ته وهڅول

 

په هغه غونډه کې، چې د یادو محصلینو د فراغت په موخه په غزني تخنیکي پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر سربیره، د چارو ادارې لوی رئیس، د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت. . .

BACK TO NEWS