د داوطلبۍ خبرتيا !

Publish Date
Closing Date
موضوع: د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ریاستونو اضافي مالونو اعلان ته سپارلو په اړه.
لوړو زده کړو وزارت (۸۵۶) قلمه بېلابېل کار شوې او بې ګټې توکي او مالونه ليلاموي.
هغه اشخاص، دولتي او خصوصي شرکتونه چې د پېريدلو او بولۍ هيله يې لري، د ۱۴/۱/۱۴۰۲ نېټې په (۸:۳۰) بجو د لوړو زده کړو وزارت، اداري او زيربناء ریاست د توکو د محاسبې عمومي مديريت د داوطلبۍ په غونډه کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ په غونډه کې له ګډون وړاندې له هر ګډونوال څخه پنځلس سلنه نقدي تضمين اخېستل کېږي.
محترم داطلبان دې خبر وي.