د دوکتورا، ماسټرۍ او ليسانس په برخه کې د چین هیواد د تحصيلي بورسونو خبرتیا
Due
-
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ، د چین هیواد د بیجینګ تکنالوژۍ پوهنتون په بیلابیلو تحصیلي برخو کې د یاد پوهنتون د تحصیلي بورسونو د منلو او نوم لیکنې څرنګوالې په اړه د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا په کچه د لوړو زده کړو وزارت ته خبرورکړی دی او غوښتنه یې کړې ده، که چیرې په شرایط برابرنوماندان د نوم لیکنې غوښتونکې وی، کولای شي په انلاین بڼه نوم لیکنه وکړئ.
د بورسونو شرایط او اړتیاوړ سندونه:
• د ليسانس دورې لپاره د نوماندو نومرو سلنه له ۷۰ ښکته څخه لوړه وي.
• د ماسټرۍ او دوکتورا دورې لپاره د نوماند د نومرو سلنه له ۶۵ ښکته نه وي.
• د تافل،آیلس، او یا هم د انګریزې ژبې معتبر سند درلودل
• د ښوونیزسند (شهادتنامې ) او تحصیلي سند ( ډيپلوم او ټرانسکريپټ ) درلودل
• د روغتیایې معایناتو فورم بشپړول
• له جرمی مسؤولیت څخه د تائیدې سندونوبشپړول
نوماندان کولای شي د بورس د جزئیانو د مطالعې څخه وروسته د http://apply.isc.bit.edu.cn پتې ته ورشي او په آنلاین بڼه نوم لیکنه وکړئ او خپل سندونه د ۱۴۰۰/۱/۱۰ نیټې څخه مخکې د لوړوزده کړو وزارت د پذیرش عمومي ۲۱ شمیري غرفې ته وسپارې .
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندي لینک ته مراجعه وکړئ.