د دیني علماء کرامو د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې او ازموینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

ameen_admin
ksaiflksdjkfds


د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست غواړي چې د دیني علماء کرامو د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې په موخه له ټولو هغو علماء کرامو څخه چې په وزارتونو، مستقلو ادارو، ولایتي ریاستونو او پوهنتونونو کې یې نوملیکنه کړې وه، د روان ۱۴۴۵هـ.ق کال د شعبان المعظم په ۲۶ / د ۱۴۰۲هـ.ش کال د کب ۱۸مه نېټه، د جمعې په ورځ، د سهار په ۸:۳۰ بجو ازموینه واخلي. 
نو له ټولو هغو علماء کرامو څخه چې د یادې ازموینې لپاره یې نوملیکنه کړې، په ډېر درنښت هیله کېږي، چې په ټاکلي وخت د ازموینې محل ته تشریف راوړي. 
یاده ازموینه د هېواد په اوو زونونو (کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، پکتیا، بلخ او کندز) او دایکندي او غور ولایتونو کې هم مهاله پیلیږي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements