د "سازماني چلند او د چلند څرنګوالي مقررې" روزنیز پروګرام فارغانو ته تصدیقپاڼې ووېشل شوې

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۳۹
ل

(سازماني چلند او د نویو شاملو شوو کارکوونکو ټولنیز کول) او (د چلند د تقرر طرز) روزنیز پروګرام دوو پړاوونو فارغانو ته نن په لوړو زده کړو وزارت کې تصدیقپاڼې ورکړل شوې.

د لوړو زده کړو وزارت بشري منابعو رییس محمد مصطفی یونس زاد د یادو تصدیقپاڼو د وېش په محفل کې د دغه ډول پروګرامونو د ګټو او کاري فضا د ښه کېدو په اړه وینا وکړه او د ورکشاپ له ګډونوالو یې وغوښتل؛ هغه څه یې چې زده کړل، د کار په بهیر کې پلي کړي.

محفل د تصدیقپاڼو په وېشلو او د کارکوونکو له لوري د وړاندیزونو او نظرونو په ورکولو سره پای ته ورسېد. یاد فارغان د ۲۰ تنو نویو شاملو شوو په ګډون ۴۶ تنه د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS