د سمنګان لوړو زدهکړو مؤسسې او سرپل لوړو زدهکړو مؤسسې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو.

دغه هوکړهلیک چې د دواړو مؤسسو مسؤلینو لخوا امضاء شو، دواړو لورو دغه هوکړهلیک د علمي او تحقيقي پرمختګ په برخه کې مهم وګڼی او پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.
د دې هوکړهلیک اصلي موخه د اطلاعاتو تبادله، د روزنیزو او تحقيقي ګډو امکاناتو توسعه، فنی علم، د همکارۍ فرهنګ خپرول او روزنېز کیفیت ارتقا د دواړو لوړو زدهکړو مؤسسو ترمنځ وبلل شول.