د شېخ زاید پوهنتون د انجنیري پوهنځي فارغانو خپل مونوګرافونه دفاع کړل

شیخ زاید پوهنتون کې د انجینري پوهنځي اړوند مهندسۍ څانګې ۸۵ فارغ محصلانو له ډلې څخه یې ۱۰ ممتازو هغو د ډیپلوم دفاع په موخه خپلې ترتیب کړې پروژې د پرېزنټېشن له لارې د ژوري پلاوي تر مخ ګډونوالو ته وړاندې کړې.
په دې ناسته کې د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي، د شېخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.
غونډې ته پوهنمل حسین ګل اریوبي محصلانو په لاس ترتیب شوې پروژې د دوی خلاقیت او لاسته راوړنې وبللې، چې په دې سره د پوهنتون اعتبار نور هم لوړېدلی شي. اریوبي د قرآني احکامو په رڼا کې هم د ودانۍ بېلګې وړاندې کړې او محصلانو ته يې د خپلو شتو اسانتیاوو څخه په ګټې د مرستې ډاډ ورکړ.
د انجنیري پوهنځي رئیس پوهندوی استاد ریدي ګل همدرد ناستو ګډونوالو ته د ودانۍ او مهندسۍ پر اهمیت او محصلانو ته د پروژو ورکړې پر څرنګوالي رڼا واچوله. استاد وویل، چې محصلانو ته د ډیپلوم دفاع په موخه هغه پروژې ورکوي چې ډیزاین یې پوهنتون ته اړین وي، چې په دې سره د معنوي ګټې ترڅنګ پوهنتون ته مالي ګټه هم رسېږي. استاد ریدي ګل پر ولایت او د پوهنتون ریاست مقام غږ وکړ چې د دغو پروژو د تطبیق لپاره بودجې موندلو په لټه کې شي.
ورپسې د انجنیري پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک په خپله وینا کې وویل، چې نن سبا علم د تیوریکي حالت څخه عملي حالت ته ځي، څه چې په تیوري کې لوستل کېږي د پوهانو له نظره باید عملي بڼه خپله کړي. ښاغلي دوکتور ځواک وویل، چې د دوی فارغ محصلان په ملي، اسلامي او مسلکي روحیه سمبال دي او دوی ته د شخصي پروژو ترڅنګ د هېواد ملي پروژو پر اهمیت هر وخت ټینګار شوی دی.
ورپسې د فارغ محصلانو لخوا د انجنیري پوهنځي تدریسي ودانۍ او ورسره د لابراتوارخونې، د لوبو معیاري ډګرونو، د پوهنتون عمومي دروازه او د یوه کلینیک ودانۍ د ډیپلوم دفاع په موخه په ګروپي ډول ګډونوالو ته وړاندې کړې.
په پای کې د خوست والي مهمند ګټوازي په خپلو ویناوو کې وویل:"ډېر خوښ یم چې په داسې غونډه کې ناست یم چې خپل هېواد ته مې د خدمت په موخه پر انجنیري علم سمبال بچیان وړاندې کېږي، د محصلانو فراغت دې د پوهنتون رئیس او د انجنیري پوهنځي استادانو ته مبارک وي)). ښاغلي کټوازي محصلان په خپلو مسلکي علومو کې د لا زیات کوښښ په موخه وهڅول چې هېواد د بیارغونې په برخه کې ډېره اړتیا لري. ښاغلي کټوازي د استادانو او د مشرتابه غوښتنو ته لبیک ووایه او ژمنه یې وکړه چې څه يې په توان کي وي هغه به ونه سپموي او د ولایت اړوند رغنیزو پروژو کې به محصلانو ته د عملي زده کړو لار هواروي.
د یادولو وړ ده چې د پوهنتون مشرتابه په غوښتنه د انجنیري پوهنځي لخوا د کادري روغتون دویمې ودانۍ نقشه او ډیزاین چمتو شوی چې د تطبیق په موخه د ریاست مقام لخوا اړوند ادارو ته استول شوې ده.