د عالمیې مرحلې د متفرقه ازموینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

ameen_admin
ksdjflksdlk


د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په پلان کې لري، چې د ټولو هغو علماء کرامو څخه چې د عالمیې مرحلې د اسنادو د ارزونې او معادلت په موخه د شعبان المعظم میاشتې د ۲۶مې نېټې له ازموینې څخه پاتې شوي، په دویمه مرحله کې یې ازموینه واخلي.
نو له ازموینې څخه پاتې علماء کرامو ته خبر ورکول کېږي چې د رمضان میاشتې په (۹) نېټه د نوملیکنې په موخه اړوندو وزارتونو، مستقلو ادارو، ریاستونو او امارتي پوهنتونونو ته مراجعه وکړي.
یادونه: متفرقه ازموینه به په شوال میاشت کې واخیستل شي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements